سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرگې د ناامنيو په لامل خپلې غونډې ته امنيتي مسوولين غوښتي
ټاكل شوې د كورنيو چارو وزارت سرپرست، د ملي دفاع وزير او د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست د سې شنبې په ورځ (د وږي۲۶) د افغان سناتورانو اندېښنو ته ځواب وركړي، چې ولې په هېواد كې د ناامنيو پېښې ورځ تر بلې پراخيږي.
د مشرانو جرگې منشي سيدفرخ شاه جناب وايي، د ناامنيو د زياتېدو يو دليل د ټاكنو را نږدې كيدل دي.
د مشرانو جرگې غړى خالقداد بلاغي وايي، كه امنيتي بنسټونه امنيتي ستونزې له منځه يونسي، د رڼو او سراسري ټاكنو تر سره كېدل ناشوني دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس نورمحمد نور د هېواد امنيتي حالت د اندېښنې وړ وباله او ويي ويل تر اوسه په پېنځه ولسواليو دولت كنترول نه لري او په دوه نورو ولسواليو كې هم امنيتي گواښونه په لوړه كچه موجود دي.
مخكې له دې د ټاكنو خپلواك كميسيون له امنيتي ځواكونو غوښتي ول، چې په ټول توان امنيتي ستونزې پاى ته ورسوي.