تازه خبرونه
مشرانو جرگې د ناامنیو پر لامل خپلې در وازې وتړلې
مشرانو جرګې په هیواد کې د نا امنیو د پراختیا، د امنیتی مسولینو د بی کفایتۍ او مشرانو جرګې ته د بهرنیو چارو وزیر د نه راتګ له امله د احتجاج په توګه د مشرانو جرګې دراوزه تر چهار شنبې په ورځ وتړل.
مشرانو جرګه د جلریږ پیښه یوه دسیسه بولي او د مشرانو جرګې دفاعي چارو کمیسیون ته دنده وسپارل چې قضیه په جدي توګه وڅیړي.
دوی وروسته له هغه پر احتجاج لاس پوري کړ چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي هوکړه لیک په اړه استجوابیه غوندي ته حاضر نشو او ترڅنګ یی د امنیتی وضعیت او د مسولینو بی کفایتی ښودل شوي دي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار:
“د ملي شورا پر وړاندې د حکومت بې اعتنایي د وزیرانو نه راتګ په هیواد کي نا امني او د جلریز په پیښه کي د سرتیرو وژل او د مسولینو چپتیا له امله تر چهار شنبی پوري د احتجاج په توګه دروازه بندو.“
دمشرانو جرګې غړی د ملي یوالي پرحکومت د نیوکي په ترڅ وايي چې ورځ تر بلې هیواد له بیلا بیلو ستونزو سره مخا مخ کیږي؛ خو د ملي یوالي حکومت یوازی د قدرت پر ویش بوخت دي او د کابینې وزیران د قانون خلاف د مشرانو جرګې پر وړاندي بي اعتنایي کوي.
د مشرانو جرګي غړی نثار حارس:
” دوزیرانو په شورا کې وزیران کیسي او ټوکې وايي؛ هغه سر تیري چي د دوی د نه مرستې له امله ووژل شول؛ د شرم ځای دی.“
د مشرانو جرګي غړی صفی الله هاشمي:
“د تفاهم لیک د پایلې له امله په جلریز، پکتیا، خوست کي سرتیري د دوی د محافظت لپاره وژل کیږي او دوی د خلکو په سرنوشت لوبې کوي.“
همدازا د مشرانو جرګې غړي د جلریز د پیښې په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې امنیتي چارواکو د بې کفایتۍ او د امنیتي ارګانونو تر منځ نه همغږي د داسې پیښو لامل کیږي.”
دمشرانو جرګې غړی هارون بلوچ:
“په امنیتي ارګانونو کې د نه همغږۍ له امله سرتیری وژل کیږي.“
دمشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري:
” ناامني له جنوب شمال او اوس د کابل دروازو ته ورسیده؛ دوی یوازې د ولسمشرۍ امنیت ساتي او دا لوی خطر دی. د خلکو لپاره د دولت بې کفایتي په تاریخ کې ساری نلري.“
مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمیسیون ته دنده وسپارله تر څو د جلریز د پیښې په اړه جدي څیړنه وکړي او د مشرانو جرګې غوندې ته رپوټ وړاندې کړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی