سیمه ییز خبرونه
مشرانو جرگې د نشه يي توكو پر كارونه اندېښنه څرگنده كړه
مشرانو جرگې د تلې په ۲۶په هېواد كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو پرزياتيدو اندېښنه وښوده او پرېكړه وشوه، چې د عامې روغتيا وزارت چارواكي دې په دې اړه عمومي غونډې ته وغوښتل شي.
د مشرانو جرگې غړى حيات الله پرواني وايي:
په داسې حال كې، چې د هركال په تېريدو د روږدو كسانو په شمېركې زياتوالى راځي، خو د هغوى د درملنې په برخه كې حكومت او په تېره بيا د عامې روغتيا وزارت كوم ځانگړى پروگرام نه لري.
د عامې روغتيا وزارت وايي:
په ټول هېواد كې د معتادينو د درمنلې دېرش روغتيايي مركزونه لري.
اسلم حجاب د آريانا ټلويزيون خبريال په ډاگه كوي، چې:
د مشرانو جرگي غړي وايي د معتادينو د درملنې له پاره جوړ شوي مركزونه هم كافي نه دي.
د مشرانو جرگې غړى محمود دانش وايي:
په دې برخه كې د عامې روغتيا او نشه يي توكو پرضد د مبارزې وزارتونو مسوولين بايد ځواب ويلو ته راوغوښتل شي.
د عامې روغتيا وزارت د مشرانو جرگې د دې ادعا په ردولو وايي:
كه څه هم دغه وزارت ته لږ بوديجه وركول كيږي، خو بيا هم په ټول هېواد كې د معتادينو د درملنې ۳۰ روغتيايي مركزونه يې فعال دي.
د مشرانو جرگې په غونډه كې دغه رازد ننگرهار ولايت د دولسم ټولگي د فارغانو پراندېښنو هم بحث وشو.
د مشرانو جرگې رييس فضل الهادي مسلم يار وايي:
د لوړو زده كړو وزارت په پام كې لري، چې د كابل ولايت د دولسم ټولگي له فارغانو سره يوځاى د ننگرهار د دولسم ټولگي د فارغانو كانكور ازموينه يوځاى واخلي. په داسې حال كې، چې په ننگرهار كې دغه مهال زده كوونكيو دولسم ټولگي بشپړكړى نه وى.
مشرانو جرگې غړيو دغه راز په ننگرهار كې د ځمكو غصب هم يوه لويه ستونزه وبلله او وايي، چې د ننگرهار پوهنتون ۶۴۰ جريبه ځمكه د زورواكانو له خوا غصب شوې ده .