سیمه ییز خبرونه

مشرانو جرگې په دوحه كې د سولي دفتر د جورېدو هركلى كړى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان مشرانو جرگه په دوحه كې وسله والو طالبانو ته د دفتر د خلاصولو په باب د قطر حكومت له چمتوالي هركلى كړى دى.

د افغانستان د ملي امنيت شورا د روانې لمريزې مياشتي په پېل كې له وسله والو طالبانو سره په قطر كې د خبرو د پېل طرحه وړاندې كړه.

د دغې طرحې له مخې به د وسله والو طالبانو استازي له افغان دولت سره خبرې پېل كړي.

له دغې طرحې وروسته د قطر لومړي وزير شيخ محمد بن جاسم الثاني خبر وركړ، چې دوى په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره  د دفتر د جوړېدو او د سولې خبرو كوربه توب ته چمتو دي.

نوموړي زياته كړه، چې زموږ موخه دا ده، چې له خپلو افغانانو وروڼو سره مرسته وكړو تر څو په جگړه كې ښكېلو خواو ته د منلو وړ يو حل لاره پېدا شي.

په دوحه كې د سولې د دفترجوړېدو د قطر له چمتوالي څخه د افغانستان مشرانو جرگې هركلى كړى دى.

د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزديار هيله ښكاره كوي، چې په قطر كې به د سولې د دفتر پرانيستل كېدل خبرو ته د وسله والو طالبانو د چمتو كېدو لامل وگرځي.

له تېر يو كال را په دېخوا په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر بحثونه روان دي، خو وسله والو تر اوسه په دغه دفتر كې د سولې خبرو ته چمتوالى نه دى ښكاره كړى.

بل خوا د ولسي جرگې يو شمېر غړي بيا وايي، چې د قطر دفتر پرانيستو ته بايد ډېر د خوښې په سترگه ونه كتل شي.

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي وو، چې په قطر كې به د وسله والو طالبانو لپاره دفتر هغه وخت پرانيستل شي، چې د وسله والو طالبانو رسمي مشران له افغان دولت سره خبرو ته چمتوالى ښكاره كړي.

نوموړي خبردارۍ وركړى وو كه وسله وال طالبان له افغان دولت سره له كړو ژمنو سرغړونه وكړي، نو دولت دا حق لري، چې د قطر دفتر وتړي.

Trending

Exit mobile version