تازه خبرونه
مشرانو جرګه له کومې ټاکنیزې ډلې ملاتړ نکوي- مسلمیار
د خلکو د رایو په اړه د ټاکنیزو ډلو ترمنځ له جنجالونو وروسته د مشرانو جرګې رییس ویلي، د ټاکنوخپلواک کمیسیون پرېکړو ته باید درناوی وشي او په دې ملي بهیر کې د درغلیو مخه باید ونیول شي.
هغه ټینګارکړی، چې مشرانو جرګه د هیڅ یو نوماند په ملاتړ کار نکوي او یوازې به پاکې رایې د خلکو برخلیک ټاکي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ویلي، چې د ټاکنوخپلواک کمیسیون دې عدالت تامین کړي او راتلونکی ولسمشر دې د خلکو د رایو له مخې وټاکل شي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو هم ویلي، چې غني او عبدالله د خلکو د رایو واک نلري؛ نو نوماندان باید د کمیسیون وروستۍ پرېکړه ومني. که نه، نو نظام به له کړکیچ سره مخ شي.
د مشرانو جرګې غړي داوود غفاري ټینګار کړی، چې د خلکو د رایو صلاحیت نه د غني دی او نه هم د عبدالله او نوماندان باید د کمیسیون وروستۍ پرېکړه ومني.
دا په داسي حال کې ده، چې له دې مخکې د مشرانو جرګې رییس پر بې بایومتریک رایو ټینګار کړی و، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې باید وشمېري.