تازه خبرونه

مشرانو جرګې حالاتو ته په کتو د لویې جرګې پر رابللو ټینګار وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې غړي هېواد  په حساس پړاو کې روان ګڼي او وايي، چې له دغه پړاوه د تېریدو لپاره باید لویه جرګه را وبلل شي.

داسې برېښې، چې په سیاسي او ځينو دولتي بنسټونو کې د لویې جرګې د رابللو موضوع تودیږي.

د مشرانو جرګې غړی شېر محمد اخندزاده د لویې جرګې رابلل اړین بولي او وایي، د اوسني وخت اړتیا داده، چې لویه جرګه راوبلل شي؛ ځکه، چې لویې جرګې په هېواد کې ډېرې ستونزې حل کړي دي. پرته له دې به په هېواد کې حالات نور هم خراب شي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی بیا وایي، که لویه جرګه د ملاتړ لپاره جوړه شي ترې هرکلی کوو؛ خو که نظام ته ستونزې جوړوي؛ نو مخالف یې یم.

هغه غواړي، چې د لویې جرګې جوړوونکي باید حکومت ته ډاډ ورکړي، چې د نظام د راپرځولو لپاره نه جوړیږي.   

د مشرانو جرګې غړی محی الدین مصنف له حکومت سره همکاري اړینه ګڼي او وایي، لومړی باید پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وشي او بیا که اړتیا وه؛ نو لویه جرګه دې را وبلل شي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې لویه جرګه باید د اساسي قانون له مخې را وبلل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ لویه جرګه باید د تغیر لپاره وي. لویه جرګه هغه وخت جوړیدای شي، چې ټاکنې ترسره او لویې جرګې ته  استازي غوره شي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې که خلک د نظام ملاتړ ونه کړي او سیاسي ډلې له شخصي ګټور تېر نه شي؛ د هېواد شرایط به همداسې ترینګلي وي.

دوی دا ټینګار هم کوي؛ خلکو ته باید ونډه ورکړشي، چې په هېوادنیو پرېکړو کې برخه واخلي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version