تازه خبرونه

مشرانو جرګې د م. م په همکارۍ د دیورند کرښې د جنجالي موضوع حل غوښتی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل، چې له پاکستان سره د دیورند کرښې جنجالي موضوع د ملګرو ملتونو په همکاري حل کړي.

دیورند کرښه افغانستان ته پر یوه ناسور اوښتې او د ډېرو جنجالونو ریښه له همدې وجې ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې افغانستان دیورند کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او وایي په راتلونکې کې به یې هم ونه مني؛ خو بریتانیا، چې افغانستان ته ستر مرستندوی هېواد یادیږي، دیورند د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله بولي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکلاس کې په ډاګه کړې، چې دیورند یوه نړیواله پېژندل شوې کرښه ده، د پاکستان لخوا پر دې کرښې د کټارو لګولو پروګرام پیل شوی او پاکستان یو خپلواک هېواد دی او خپله پوهیږي، چې څرنګه خپله پوله مدیریت کړي.

د افغانستان په مشرانو جرګه کې د دې بریتانوي دیپلومات پر څرګندونو توند غبرګونونه راښکاره شول. په مشرانو جرګه کې باور دا دی، چې پر دیورند کرښې سترګې پټول ملي خیانت دی او له حکومت غوښتنه کیږي، چې دغه ستونزه د ملګرو ملتونو په همکاري حل کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار ویلي ، چې دغه کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي لامل شوی او په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې هم ښکاره لاسوهنه ده، چې مسوول بنسټونه باید ورته پاملرنه وکړي.         

د مشرانو جرګې غړې رڼا ترین  د دغې کرښې د ستونزو پر حل ټینګار کړی او وایي، چې یاده کرښه په رسمیت وپېژندل شي؛ دا  به مو د شهیدانو سپکاوی وي.                

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم د بریتانیا د سفیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ټول سفیران او د بهرنیو هېوادونو استازي باید د افغانستان تاریخي ارزښتونو په ځانګړي توګه دیورند کرښې ته درناوی وکړي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version