تازه خبرونه
مشرانو جرګې د ملکیتونو د ثبتولو قانون طرحه له یو لړ تعدیلونو سره ومنله
مشرانو جرګې د لوړ پوړیو چارواکو د ملکیتونو د ثبتولو قانون طرحه له یو لړ تعدیلونو سره ومنله.
د لوړ پوړیو حکومتي چارواکو د ملکیتونو او شتمنیو د ثبتولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان، چې څه موده مخکې په ولسي جرګه کې تصویب شو، د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې د یو لړ تعدیلونو سره ومانه.
د مشرانو جرګې د تقنین کمیسیون غړې عزیزه مصلح وایي، د مشرانو جرګې په تعدیل کې راغلي، چې هیڅ حکومتي چارواکی په رسمي وخت کې نه شي کولی دوه دندې پر مخ یوسي.
د نوموړي په وینا؛ د فساد د مخنیوي لپاره د حکومتي مقاماتو دارایۍ ثبتول اړین دي او د همدې لپاره مو اړوند تعدیلات جرګې ته وړاندې کړل.
د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزی وایي، د دارایۍ د ثبت او له فساد سره د مبارزې ادارې باید د فساد د مخنیوي لپاره یو ځای شي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار هم وايي، چې له فساد سره د مبارزې او د چارو د شفافیت لپاره دغه تقنیني فرمان ډېر اغېزمن دی.
دغه تقنیني فرمان په درې فصلونو او شپاړس مادو کې تائيد شو؛ خو د بیا غور او څېړنې لپاره به د ملي شورا ګډه کمیته هم یو ځل بیا پرې خبرې وکړي.
خبریال: رفیع صدیقي