تازه خبرونه

مشرانو جرګې د اندونیزیا د ناستې پر پرېکړه لیک غبرګون ښودلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د پاکستان استخبارات پړه بولي، چې ګواکي په اندونیزیا کې یې د افغانستان د جګړې د حرام ګڼلو په اړه د فتوا مخه نیولې او پاکستاني عالمانو ته اجازه نده ورکړ شوې، چې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وګڼي.

د اندونیزیا په کوربتوب د افغان، پاکستانيو او اندونیزیايي دیني عالمانو له غونډې افغان دولت تمه درلوده، چې دوی به د افغانستان روانه جګړه حرامه وګني؛ خو د غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې یوازې ځانمرګي بریدونه حرام بلل شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د پاکستان استخباراتو د دغه هېواد دیني عالمانو ته اجازه ورنکړه، چې روانه جګړه حرامه اعلان کړي.

د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ وايي: د پاکستان عالمانو په لومړي ځل زړه وکړ او په ډاګه یې کړه، چې جګړه په افغانستان کې ناروا ده؛ خو د پاکستان استخباراتو یا آی اس آی د دې حکومت د عالمانو لخوا په افغانستان کې د جګړې د نامشروع ګڼلو او په دې اړه د فتوا له ورکولو مخنیوی کړی دی.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د افغانستان د جګړې په اړه له حکومته وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې د حرام ګڼلو په اړه د اسلامي هېوادونو د عالمانو فتوا وغواړي.

نوموړي ویلي، چې د اندونیزیا په ناسته کې یوازې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل شول.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار هم پاکستان ته د ملامتیا ګوته نیسي او وايي، چې پاکستان هیڅ کله په افغانستان کې سوله نه غواړي.  

نوموړي څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍ استخباراتو جګړه پیچلې کړې او دیني عالمان د وسیلې په توګه کاروي. د پاکسیتان عالمانو د روانې جګړې د پای ته رسولو فتوا ورکوله؛ خو په خواشینۍ، چې دا کار ونشو او اعلامیه یې خپره کړه.    

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې روانو ناکراریو پر افغان حکومت د خلکو باور ته زیان اړولی. نړیوالې ټولنې ته په کار دي، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او سولې د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version