سیمه ییز خبرونه
مشورتي لويې جرگې د امنيتي تړون د لاسليك پر شرطونو ټينگار كړى
د هرې ورځې په تېريدو د امنيتي تړون مسله نوره هم پيچلې كيږي. دغه تړون به د افغانستان او امريكا پوځي همكاري روښانوي؛ خو له دغه تړون څخه د دواړو خواوو امتياز غوښتنه د دې لامل شوې، چې د دغه تړون لاسليك وځنډيږي.
په امريكا كې د افغانستان سفير اكليل حكيمي له آريانا ټلويزيون سره د مركې پر مهال وويل:
د افغانانو پر كورنو د امريكايي پوځيانو د عملياتو بنديدل او د خبرو ميز ته د وسلوالو د مشرانو حاضرول هغه څه دي، چې مشورتي لويې جرگې پرې ټينگار كړى.
اكليل حكيمي، چې له يو كال را پدي خوا د افغان ولسمشر د فرمان پر بنسټ د امنيتي تړون په اړه د خبرو د پر مخ وړولو دنده په غاړه لري وايي، چې د مشورتي لويې جرگې ټول وړانديزونه د افغانستان د خلكو په گټه دي.
نوموړي په ډاگه كړې، چې ولسمشر به دغه تړون په يو مناسب وخت كې له امريكا سره لاسليك كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري ويلي ول، چې كه د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون لاسليك نه شي؛ نو له افغانستان سره به هغه مرستې تر سره نه شي، چې د توكيو او شيكاگو په غونډو كې يې ژمنه شوې ده.