سیمه ییز خبرونه
مشورتي لویې جرګې د امريكا لس كلن ماموريت سره هوكړه وكړه
په كابل كې مشورتي لويې جرګې له امريكا سره لس كلن امنيتي تړون تائيد كړ. د مشورتې لويې جرګې غړو په پنځوسو كاري كميټو كې له دوه ورځني بحث وروسته ومنله، چې په امريكايي سرتېرو ته لس پوځي اډي وركړل شي.
مشورتې لويه جرګه، چې له جوړېدو وړاندې يې په باب بېلا بېلې انګېرنې او د مختلفو نورو اجنداوو د مطرح كېدو اندېښنې موجودې وې، بلاخره پاى ته ورسېده او وليدل شول، چې له امنيتي تړون پرته ظاهرا بله هېڅ موضوع پكې مطرح نه شوه.
د مشورتي لويې جرګې د كميسيونونو د رئيسانو په رپوټونو كې د امنيتي تړون مواد د رايو په اكثريت تائيد شول.
د جرګې غړو له افغانستان سره د امريكا د پوځي او دفاعي همكاريو اهميت ته په كتو د جنجالي مادو پر سر د اختلافاتو د حل لپاره خپل وړانديزونه هم مطرح كړل.
په بېړه د تړون د لاسليك لپاره د مشورتي لويې جرګې او امريكايي چارواكو نظرونه سره ورته دي.
مشورتي لويه جرګه له ولسمشر څخه غواړي، چې دغه تړون په يوه مياشت او يا له هغه مخكې لاسليك كړي.
په ټوله كې مشورتي لويې جرګې د يوه پرېكړه ليك په ترڅ كې په افغانستان كې د امريكا د لس كلن ماموريت سره هوكړه وكړه.
پريكړه ليك كې راغلي، چې تړون بايد د جرګې له پاى ته رسېدو وروسته د يوې مياشتې په دننه كې لاسليك شي.
د پرېكړه ليك په لسمه ماده كې د امريكايي سرتېرو د محاكمې څرنګوالى په ډاګه كوي.
په داسې حال كې، چې د تړون پر موادو هوكړه شوې، خو د لاسليك د نېټې او وخت په باب يې ناندرۍ روانې دي.
وخت به معلومه كړي، چې تړون به د امريكا له غوښتنې سره سم د ټاكنو له ترسره كېدو مخكې لاسليك شي او يا به د افغان ولسمشر حامد كرزي د غوښتنې پر بنسټ، چې غواړي تړون له ټاكنو وروسته لاسليك كړي.