بی بی سی پښتو
مصریانو د کلیوپاترا رول کې د اسراییلۍ ممثلې پر غوره کېدو نیوکې کړې
په مصر کې پر خواله رسنیو وروسته تر هغه بحثونه او لانجې راوټوکېدې، چې په یوه تاریخي فلم کې یوه اسراییلۍ ممثله د ملکې کلیوپاترا د رول لوبولو لپاره غوره شوه.
اسراییلۍ ممثلې ګال ګادوت چې د “خارق العاده ښځه” فلم د اتلې په توګه پېژندل شوې، په دې اړه یو ټویټ کړی چې وايي، نوي فلم کې د کلیوپاترا کیسه به د تېرو فلمونو له کیسو جلا وي؛ ځکه چې د نورو ښځو له سترګو د مصر د پخوانۍ ملکې کیسه کوي.
نوموړې دا خبرې د نجلۍ په نړیواله ورځ کړې دي.
د دغه فلم د خپرېدو خبر او د دې ممثلې غوره کېدو په اړه پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه او بحثونه پیل شوي.
ځینو مصریانو د مصر د ملکې د شخصیت د تمثیلولو لپاره د هالیووډ د “بهرنۍ” ممثلې له غوره کېدو سره مخالفت ښودلی، خو ځینو نورو بیا ویلي، ګال ګادوت د اسراییلو پوځ کې مخکېنۍ افسره وه او تر ډېره د “صهیونېزم” ملاتړی نظر لري.
د خواله رسنیو ځینې کارنو (کاروونکو) ویلي، چې کلیوپاترا په اصل کې د یونان وه، خو پر مصر یې واکمني کړې ده.
https://twitter.com/IsraelArabic/status/1315607414486568962
کلیوپاترا څوک وه؟
- کلیوپاترا تر میلاد یوه پېړۍ مخکې د مصر تاریخ کې مهم رول لوبولی او د بطلمیوس کورنۍ وروستۍ ملکه وه. د هغې نسب د مقدوني سکندر د پوځ یوه قومندان لومړي بطلمیوس پورې رسېږي.
- کلیوپاترا د سیاسي اوښتون شاهده وه، د هغې په وخت کې رومي سیاستوال او مشر یولیوس قیصر مصر ته ورغی او له دې سره یې د عاطفي اړیکو له مخې همکاري وکړه چې د مصر ملکه شي.
- د قیصر له مړینې او د رومي دولت واکمنه کورنۍ کې له وژنو پیلېدا وروسته کلیوپاترا له رومي سیاستوال او مشر مارک انتونیوس سره اړیکه ونیوه، د کلیوپاترا هدف دا و چې د خپل عاشق اوکتافیوس پر وړاندې له مارک انتونیوس سره لاس یو کړي.
- خو د کلیوپارا او مارک انتونیوس پوځ ماتې وخوړه، مارک انتونیوس د جګړې ډګر کې ووژل شو او کلیوپاترا ځان وواژه او مصر د روم په قلمرو کې راغی.
https://twitter.com/GalGadot/status/1315443922957729792