ساینس او ​​ټیکنالوژي

مصنوعي ځیرکتیا ښايي بشریت ته ګواښ پېښ کړي – د م.م د بشري حقونو مسوول

ټورک د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د وینا پر مهال ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د ځینو کسانو له‌خوا د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه راپورته شوې اندېښنې جدي نیسي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسوول ولکر ټورک خبرداری ورکړی، چې پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا ښايي د بشریت پر وړاندې په یوه «شتونیز ګواښ» بدله شي او د دې ټکنالوژۍ د خوندیتوب او مصونیت لپاره یې د جدي تضمینونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

ټورک د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته د وینا پر مهال ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې د ځینو کسانو له‌خوا د دې ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه راپورته شوې اندېښنې جدي نیسي.

هغه زیاته کړې؛ مخکې له دې، چې ناوخته شي باید د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب او امنیت لپاره د پیاوړو تضمینونو د رامنځته کولو لپاره پراخې هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر زیاته کړې، د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونو ناکامي یا ناوړه ګټه اخیستنه ښايي حیاتي بېخبناوې، خدمتونه، اړیکې او ډیموکراټیک بنسټونه ګډوډ کړي.

ټورک همداراز ویلي، چې یوازې یو شمېر کسان پر مصنوعي ځیرکتیا ډېر پراخ واک لري او له هېوادونو یې وغوښتل، چې د دې ټکنالوژۍ د پراختیا او کارونې په برخه کې پر روښانه «سرو کرښو» هوکړه وکړي.

هغه د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي؛ په اوکراین کې د روسیې له‌خوا د بشپړ خپلواکه بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه پر خپرو شویو راپورونو د « سختې وېرې» څرګندونه وکړه او د هغو وسلو د سمدستي بندیز غوښتنه یې وکړه، چې له انساني مداخلې پرته د خلکو د وژلو وړتیا لري. رویټرز دغه راپورونه په خپلواکه توګه  تائید کړي نه‌دي.

دغه راز ټورک د ایران د اعدامونو پر زیاتېدا او پر اوکراین د روسیې د بریدونو پر پراخېدا نیوکه وکړه او د امریکا د کډوالۍ په توقیف‌خونو کې د شاوخوا ۲۳ کسانو د مړینې په تړاو هم د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

هغه ویلي، ملګري ملتونه باید د شخړو د تمویل په برخه کې د ښکېلو شرکتونو او اقتصادي ګټو رول هم په ډېر دقت وڅېړي.

هغه وایي، چې دغه بنسټ به د جګړو د پارولو تر شا د پټو لاملونو د رابرسېره کولو او له هغوی څخه د حساب ورکولو له غوښتنې شاتګ ونه‌کړي.

د ټورک دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به د اوکټوبر تر اوومې د ایران د جګړې، د سوډان د شخړې او د نړۍ د نورو کړکېچونو څېړنه روانه وساتي.

Trending

Exit mobile version