تازه خبرونه
معصوم ستانکزي د روسیې له دفاع وزیر سره وکتل
د افغانستان دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي په مسکو کې د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وکتل.
د دواړو پوځي لوړپوړیو چارواکو دغه لیدنه د نړیوالې امنیتي ناستې په څنډو کې تر سره شوې ده.
د روسیې دفاع وزیر په دې لیدنه کې ویلي؛خوښ دی، چې د کابل او روسیې تر منځ په وروستیو کلونو کې همکاري ډېره شوې ده.
نوموړي وویل، پردوه زره پېنځلسم کال په مسکو کې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو له جګپوړیو چارواکو سره څو لیدنې تر سره شوي او د دوه زره شپاړلسم کال په جنورۍ کې له افغانستان سره د پوځي او فني مرستو د ورکړې له پاره یو هوکړه لیک هم لاسلیک شوی.
محمد معصوم ستانکزي هم په دې لیدنه کې ویلي، چې د روسیې او افغانستان تر منځ پوځي همکاري د سیمې او نړۍ په کچه ارزښتمنې دي.
د روسیې سپوتنیک آژانس وایي، چې روسیه او افغانستان غواړي له نړیوالې ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې له پاره د پوځي همکاریو د پراختیا کمیته جوړه کړي.
د روسیې او افغانستان د دفاع وزیرانو په دې ناسته کې د افغان افسرانو پر روزنې، د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر تبادلې او د پوځي همکاریو د پراختیا له پاره د یوې کمیتې پر جوړیدو بحث وشو.
په مسکو کې د نړیوال امنیت دوه ورځنۍ ناسته پرون(د غویی ۸)پیل شوې، چې په کې پېنځه سوه پوځي او سیاسي څېرې د اووه لس هېوادونو دفاع وزیران او د څوارلس هېوادونو د دفاع وزارتونومرستیالان ګډون لري.