تازه خبرونه

معصوم ستانکزی: پاکستان ته د سوک ځواب په سوک ورکوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع د وزارت سرپرست آريانا نيوز ته وويل چې له دې وروسته به د پاکستان د توغندیو د بریدونو ځواب په توغندیو ورکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي چې د پاکستان له خوا په ډیورنډ کرښه وروستي حرکتونه د ماشومانو لوبو ته پاتې کېږي چې له تاوان پرته به هېڅ ډول ګټه ورته ونه کړي.

ښاغلی ستانکزی زياتوي چې د ملا عمر مړینې وښوده چې وسله وال طالبان د افغانستان په جګړه کې تېروتي دي او د بهرنیو له خوا استعمالېږي.

معصوم ستانکزي، د وسله والو طالبانو د رهبر ملا محمد عمر مړینې ته په اشارې سره وویل چې وسله وال طالبان  باید پوه شي چې د بهرنیو له خوا استعمالېږي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون رییس وايي چې د طالبانو جګړه د پاکستان په هڅو روانه ده.

فارغو شویو بریدملانو تیاری وښود چې له هېواد څخه د دفاع سنګرونه به تاوده وساتي. دغه برید ملان په داسې حال کې فارغېږي چې افغان ځواکونه د هېواد په زیاترو سيمو کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

Trending

Exit mobile version