سیمه ییز خبرونه
معلولينو او معيوبينو د خپلو حقونو د تر لاسه كولو په موخه لاريون وكړ
لسګونو معلولينو او معيوبينو په داسې حال كې، چې څو تابوتونه هم ور سره وو، په كابل كې د ولسمشرۍ رياست د دروازې مخې ته د خپلو حقونو د تر لاسه كولو په موخه لاريون وكړ. دوی وايې، د نړيوالو قوانينو پربنسټ معيوبينو او معلولينو ته له وركړل شويو امتيازونو بې برخې دي او د دې امتيازونو د تر لاسه كولو په موخه يې لاريون كړى.
د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په كابل ښار كې را ټولو شويو لسګونو معلولينو او معيوبينو د خپل دوشنبې د ورځې ( د وري ۱۲ ) په لاريون كې له ځان سره تابوتونه هم لېږدول او ويل يې، چې كه يې غوښتنې ونه منل شي، ځانونه به مړه كړي.
دوی وايې، د ملي شورا په ګډون يې اړوندو دولتي بنسټونو ته وخت ناوخته خپلې ستونزې رسولې، خو هېڅ بنسټ يې ستونزو ته رسيدګي نه ده كړې.
دوی خبردارى وركړ څو پورې يې، چې خپل حقونه نه وي تر لاسه كړي، لاريونونو ته به همداسې دوام وركوي.
لاريون كوونكو خپلې غوښتنې په يوولس ماده ييز پرېكړه ليك كې په ډاګه او له دولت يې وغوښتل، چې حقونه يې د نړيوالو قوانينو پر بنسټ وركړي.
په ولسي جرګه كې معيوبينو ته د لسو څوكيو وركړه او د معيوبينو لپاره ځانګړى روغتون له دولت څخه د دوی نورې غوښتنې وې.
بلخوا د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري وايې، دولت تر خپله وسه د معيوبينو او معلولينو ستونزو ته رسيدګي كړې او هڅې كېږي، چې د دوی په معاشونو كې د امكان تر كچې زياتوالى راشي.
د نوموړي په وېنا، دا مهال دولت نږدې سل زرو معيوبينو او د شهيدانو يو سلو شل زرو كورنيو ته امتيازات وركوي.
معلولين هر وخت د کار، حرفوي زده کړو او د دولت له لوري د کم معاش ورکړه له خپلو عمده ستونزو ګڼي او وايي، چې ١٥٠٠ افغانۍ مياشتنى معاش په هېڅ ډول د دوی اقتصادي ستونزې نه شي هوارولاى.