سیمه ییز خبرونه
معلوماتو ته د لاسرسي قانون په مسوده كې د شپاړس مواردو د تعديل غوښتنه وشوه
د آزادو رسنيو ملاتړ اداره يا ( نى ) معلوماتو ته د لاسرسي قانون په مسوده كې د شپاړس مواردو د تعديل وړاندېز كوي.
د ( نى) اجرائيوي رييس مجيب خلوتگر وايي:
په مسوده كې داسې موارد دي، چې معلوماتو د لاسرسي په لاره كې ستونزې پېښوي.
دغه اداره د هغو كسانو د خونديتوب غوښتنه كوي، چې د اداري فساد او له قانون څخه د سرغړونې موارد افشا كوي.
ښاغلى مجيب خلوتگر زياتوي، معلوماتو ته د لاسرسي د څار له كميسيون څخه بايد د ملي امنيت او بهرنيو چارو وزارت استازي وايستل شي.
د عدليې وزارت د قانون جوړونې د رياست سرپرست عبدالروف هروي د رسنيو د ملاتړ ادارې د وړانديزونو په اړه وايي، چې كه له نافذه قوانينو سره په ټكر كې نه وي، نو دوى به يې په پام كې ونيسي.
له يو كال راهيسې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په عدليه وزارت كې پروت او وزيرانو شورا ته ليږل شوى نه دى.
له دې مخكې د نى ادارې مسوولينو ويلي ول، چې دولت نه غواړي دا قانون تصويب شي.