تازه خبرونه

معلوماتي بانک ته د رای پاڼو د پایلو لیږد دې ودرول شي- سعادتي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزه ډله د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو بانک ته د رای پاڼو د پایلو د لیږد د دریدو غوښتونکې شوې ده.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارو له تر سره کولو ناخوښه ده؛ ځکه دا ټاکنیزه ډله وایي، تازه متوجه شوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو پاڼې مخکې له دې، چې سپینې رایې له تورو بېلې شي، د اطلاعاتو بانک ته شاملوي. دا هغه څه  دي، چې د دوی د څرګندونو له مخې دا کار د معلوماتو بانک ته په سیستماتیکه توګه د تقلبي رایو د لیږد څرګندونه کوي.

ثبات او همپالنه په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې ځینې کړۍ له ارګ سره همغږي بولي او د درغلیو په تر سره کولو یې تورنوي.

 د دې ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال اسدالله سعادتي وایي؛ داسې ښکاري، چې کمیسیون له ارګ سره په همغږۍ کې هڅه کوي، چې له درغلیو ډکې رایې د کمیسیون د معلوماتو بانک ته وردننه کړي.

اسدالله سعادتي په روان پړاو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ولسمشرۍ ماڼۍ پر سیستماتیکو درغلیو تورنوي او خبرداری ورکوي که د معلوماتو بانک ته د رای پاڼو د لیږد بهیر ونه دریږي؛ ثبات او همپالنه به په هر قیمت د کمیسیون پر وړاندې ودریږي.

نوموړي زیاته کړې؛ ارګ او کمیسیون هڅه کوي، چې سلګونه زره جعلي رایې د معلوماتو بانک ته داخلې کړي.

دا ټاکنیزه ډله غواړي، چې د پایلو پاڼې له بایومتریک دستګاوو وارزول شي؛ پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي او وروسته د رایو د لیږد لړۍ د کمیسیون د معلوماتو بانک ته تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات ټینګار کوي، چې دا بهیر په روڼ ډول پر مخ ځي او د چا تر فشار لاندې به رانشي.

د بېلګې په توګه ثبات او همپالنه یوه د پایلو پاڼه رسنیو ته ښيي، چې په کې د یوه محل ۳۵۰ کارول شوې رایې ښکاري؛ خو بایومتریک دستګاه هماغه سیمه ښیي، چې په کې هیڅ رایې کارول شوې ندي.

له دې کبله ثبات او همپالنه غواړي لومړی تورې رایې له سپینو هغو د بایومتریک دستګاوو د معلوماتو له مخې بېلې او وروسته یې په سیستم کې شاملې کړي. پرته له دې دا ډله وایي، په اوسني بهیر به د ټاکنو لومړنۍ پایله ونه مني.

Trending

Exit mobile version