تازه خبرونه

معلوماتو ته د لاسرسي پر بندیزونو رسنیو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۳۹۸)

د هېواد یو شمېر رسنیو د هغه څه په اړه لاریون وکړ، چې دوی یې د افغانستان په دولتي بنسټونو کې معلوماتو ته د لاسرسي بندیز بولي.

په هېواد کې د یوشمېر رسنیو مسوولینو نن سې شنبه/ د سلواغې ۱۵ د بیان آزادۍ په واټ کې معلوماتو ته د نه لاسرسي او په دې برخه کې يې د حکومت له لوري پر محدودیتونو اعتراض وکړ.

دغه مسوولین وایي، ورځ تر بلې په هېواد کې اطلاعاتو ته لاس رسی له ستونزو سره مخ کېږي او حکومت له یوشمېر رسنیو سره په دوه ګوني چلند تورنوي.  

دوی له حکومت، نړیوالې ټولنې او له رسنی څخه له ملاتړو بنسټونو غواړي ترڅو د دې ستونزې د حل لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.  

د حکومت اجرائیه مشر داکتر عبدالله عبدالله  د رسنیو د دغه اعتراضي لاریون په پلوۍ، چې معلوماتو ته د لاسرسي پر بندیزونو یې اندېښنه ښودلې؛ ویلي: ټول دولتي بنسټونه اړ دي، چې رسنیو او هېوادوالو ته اړوند معلومات وړاندې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د حقایقو د پتولو، راز ګڼلو، بدلولو او سانسور وخت نور پای ته رسیدلی دی.     

د رسنیو مسوولین وايي، ټاکل شوې وه، چې حکومت د خبریالانو لپاره یو څلی جوړ کړي؛ خو تراوسه د دې څلي چارې پیل شوې ندي.

د ویسا ورځپاڼې مشرپر یو شمېر دولتي بنسټونو تور پورې کوي، چې رسنیو ته اطلاعات په واک کې نه ورکوي.

نوموړی وایي؛ ستره محکمه، لویه څارنوالي، ملي امنیت، د تدارکاتو ملي اداره، د ولسمشرۍ دفتر، ملي دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، مرکزي بانک، کورنیو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارت تړلي بنسټونه دي.

دوی له حکومته تمه لري، چې له سانسور څخه لاس واخلي او اطلاعاتو ته د لاسيرسي قانون ته درناوی وکړي.

د یوشمېر رسنیو مسوولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت پر ناغېړیو نیوکې وکړې.

د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس فهیم دشتي ویلي، چې دولتي ادارې رسنیو ته د معلوماتو په وړاندې کولو کې ناغیړي کوي؛ ځکه، نو یو شمېر رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي له حقه بې برخې دي.  

که څه هم معلوماتو ته د لاسرسي قانون درې کاله مخکې د ولسي جرګې له لوري تصویب شو؛ خو اوس هم ویل کېږي، چې ځینې رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي له حقه بې برخې دي.

Trending

Exit mobile version