تازه خبرونه
مفسدين له طالبانو خطرناك دي
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې او د پوليسو د اكاډمي تر منځ د ګډو همكاريو هوكړه ليك لاسليك شو. د دې همكاريو په چوكاټ كې به د فساد داتلسو مواردو پېژندنه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې واكونه او دندې د پوليسو محصلينو ته ور وښودل شي.
د پوليسو د اكاډمي قومندان سيد نور الله ځل او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستيال محمد امين خرمجي وایي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په مقابل كې د استخدام پر مهال وړتياو ته نه پاملرنه، د خود كفا اقتصاد نه شتون، د يوه خاص قشر سره شتمني او واك او د بډو فرهنګ اساسي ننګونې دي.
همدارنګه د پوليسو د اكاډمي قومندان سيد نورالله ځل وايي، مفسدين له طالبانو خطرناك دي، او بايد پر وړاندې يي جهاد وشي.
اداري فساد او بډې د سياسي نظام په درې ګونو قواو كې په نړۍ كې د افغانستان د تور انځور منعكس كوونكى دى، چې په وروستيو دوو لسيزو كې د هېواد سياسي نظام نه دى توانېدلى په دې برخه كې كارنده اقدامات وكړي.
لا هم افغانستان د هغو هېوادنو په سر كې دى، چې اداري فساد په كې تر ټولو لوړ ګراف لري.