تازه خبرونه
د اسلامي امارت استخباراتو پر شرعي چوکاټ ټینګار وکړ
عبدالحق وثیق ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه، چې د اسلامي امارت د رهبر لهخوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول.
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د دې ریاست مرستیال تاجمیر جواد؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې د دې ادارې د فعالیتونو او د شرعي نظام د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.
عبدالحق وثیق ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د استخباراتو عمومي ریاست لومړنۍ اداره وه، چې د اسلامي امارت د رهبر لهخوا ورته ځانګړي قوانین وضع شول.
نوموړي زیاته کړې، دا اداره د ټاکل شویو قوانینو له مخې او د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي، له ظالمانه شکنجو مخنیوی کوي، له جرمونو سره مبارزه کوي او د انساني کرامت ساتنه هم د خپلو ژمنو یوه برخه بولي.
دغه راز تاجمیر جواد ویلي: کله، چې امت د شرعي نظام د امامت له نعمت څخه بېبرخې شو؛ نو خپل معنوي ځواک یې په پراخه کچه له لاسه ورکړ او پردي افکار پرې اغېزمن شول.
هغه د اسلامي فکر او ارزښتونو د پیاوړتیا او د نظام د ثبات د ساتنې پر هڅو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې شرعي امارت او امامت الهي امر او شرعي وجیبه ده او د اسلام او هېواد پرمختګ په همدې کې نغښتی دی.