تازه خبرونه

ملابرادر د کندوز ولایت د سپین‌زر دولتي شرکت چارې وارزولې

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر پرون (چارشنبه د وږي ٢٩ ) کندوز ولايت ته په سفر کې له سپین‌زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې یاد دولتي شرکت اوس پر عصري وسایلو سمبال شوی او د خامو توکو د برابرولو تر څنګ په دې شرکت کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

اوس دا شرکت پنبه، نباتي غوړي، کنجاړه، د ځان او کالیو منځلو صابون، کاغذي دسمالونه، موسمي یخ او پر بېلابېلو کچو پلاستيکي بوتلونه تولیدوي.

ویل کیږي، چې ملا برادر د یاد شرکت فعاليت با ارزښته ياد کړ او د اړوند مسوولینو له ترسره شویو هڅو يې ستاینه وکړه.

Trending

Exit mobile version