تازه خبرونه

ملابرادر له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو پانګوالو او سوداګرو سره خبرې په زېربنایي، صنعتي، سوداګریز، ټرانسپورټي، کرنیز، اوسپنې‌پټلۍ او روغتیایي سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او شته فرصتونو او ګډې همکارۍ راڅرخېدلې.

Published

on

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه ( د لړم پر اووه‌ویشتمه )له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې وکړې.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو پانګوالو او سوداګرو سره خبرې په زېربنایي، صنعتي، سوداګریز، ټرانسپورټي، کرنیز، اوسپنې‌پټلۍ او روغتیایي سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او شته فرصتونو او ګډې همکارۍ راڅرخېدلې.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره زیات فرصتونه لري؛ هېوادني او بهرني پانګوال کولی شي، چې په دغو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډای هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي؛ دوی تل له هېوادنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې له مارکیټ ارزونې وروسته پانګونه وکړي.

روسي پانګوالو د افغانستان د بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړي توګه د صنعت، ټرانسپورټ، اوسپنې‌پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او څرګندوي، چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرست وزیرانو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو هم حضور درلود.

Trending

Exit mobile version