تازه خبرونه

ملاعمر: د سیاسي فعالیتونه له لارې هدف ته رسیدل مشروع کار دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د وسله والو طالبانو رهبر ملا محمد عمر د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د سولې له لارې هدف ته رسیدل او سیاسي فعالیتونه هیڅ شرعي ممانعت نلري.

ملاعمر خپلو جنګیالیو ته ویلي چې د طالبانو سیاسي استازي د هر ډول سیاسي چارو واک او مسولیت لري.

دا ځل ملا محمد عمر په خپل پیغام کې ویلي چې د سولې په خبرو کې به هغو مشروع لاسته راوړنو ته درناوی کیږي چې په تیرو کلونو کې لاسته راغلي دي.

له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښکیل پلاوي غړی وايي چې د ملا عمر دغه پیغام په پاکستان کې د سولې د خبرو زیږنده دی.

له دیارلسو کلونو جګړې وروسته د لومړي ځال لپاره داسې ښکاري چې د وسلوالو طالبانو رهبر ملا محمد عمر له افغان دولت سره د سولې د خبرو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.

ملا عمر ویلي چې د سیاسي لارې هدف ته رسیدل مشروع کار دی.

د ملا عمر د پیغام یوه برخه:

مونږ په بشري ټولنه کې اوسیږو. یو بل ته اړتیالرو. باید ټول مجاهدین او ملت ډاډه اوسي چې په ټولو ډګرونو کې د هغوی له شرعي حقونو دفاع کیږي. مونږ د سیاسي فعالیت لپاره سیاسي دفتر پرانیستی دی چې د سیاسي چارو ټول مسولیت ور په غاړه دی.

په دغه پیغام کې ملا عمر زیاته کړې چې دوی په تیرو شپږ دیرشو کلونو کې دوی ډيرې تجربې تر لاسه کړي دي.

د طالبانو مشر وايي، که چېرې طالبان بیا واکمن شي، نو دی ډاډ ورکوي چې له بدلون راتلو سره به هرڅه ”پر بل مخ نه اوړي”.

د ملاعمر د پیغام یوه برخه:

دا ځل به د هېواد په هره برخه کې شوی مشروع پر مختګ ساتل کیږي. ملي شتمنۍ او د خصو صي سکتور پرمختګ او لاس ته راوړنې به ساتل کېږي د هېواد د اقوامو او شخصیتونو حیثیت ته به درناوی کیږي.

د طالبانو رهبر په افغانستان کې د داعش په فعالیت اندېښنه ښودلې او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی چې له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې غواړي په طالبانو کې درځ واچوي.

 

په همدې حال کې د هغه پلاوي غړي محمد ناطقي چې په پاکستان کې يې له وسلوالو طالبانو سره په خبرو کې برخه درلوده وايي چې د ملامحمد عمر دا پیغام د سولې د خبرو لپاره د هغه لیوالتیا ښيي.

د مدني ټولنې یو شمیر غړي مدني فعال باري سلام بیا د وسلوالو طالبانو غواړي چې د خپل رهبر پیغام په عمل کي خلکو ته وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې له وسلوالو طالبانو سره د مدني ټولنې غړو په غیر رسمي توګه غونډې کړي دي، خو په پاکستان وروستی غونډه د پرمختګ یوه بیلګه بلل کیږي چې دوهمه غونډه به یې له اختر وروسته تر سره شي.

 

Trending

Exit mobile version