تازه خبرونه

ملامحمد رسول: داعش او القاعده ته اجازه نه ورکوو چې افغانستان کې جګړه وکړي.

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د وسله والو طالبانو د تازه اعلام شوې رهبرۍ شورا، سرپرست ملا محمد رسول د طالبانو په بل رهبر ملا اختر محمد منصور تور لګوي چې له اسلامي امارت سره یې خیانت کړی دی.

 د محمد رسول په وینا ملا اختر محمد منصور له کفارو سره پټې معاهدې لاسلیک کړې دي. ملا محمد رسول په خپلو خبرو کې چې وېډیو یې اریانا نیوز ترلاسه کړې وايي چې ګاونډيو هېوادونو ته به د دوی له خوا هېڅ ډول ګواښ پېښ نه شي.

ویل کېږي چې د وسله والو طالبانو د تازه جوړې شوې شورا سرپرست ملا محمد رسول د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په زیرکوه سیمه کې یوې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د بلې ډلې د مشر ملا اختر محمد منصور په خلاف خپل دریځ روښانه کړ. 

اریانا نیوز ته رسېدلي وېډیو کې ملا محمد رسول په ملا اختر محمد منصور تور لګوي چې په وینا یې په امارت او جهاد معامله کړې او له کفارو سره یې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د نوې ډلې مشر ملا محمد رسول وايي:

((موږ هېڅکله هم غلامي نه منو، اړ شوو چې له منصور بېل شو، ځکه چې هغه هم امارت، جهاد او اسلام پلورلي دي او له کفارو سره يې معاهدې لاسليک کړې دي.))

د طالبانو د دغې ډلې د شورا سرپرست د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له پاره هم پیغام لري.

‎ملا محمد رسول وايي:

((خپلو ګاونډيو هېوادونو ته اعلان کوو، دا چې موږ له هېچا سره شخړه نه لرو او هېڅ هېواد ته به هم زموږ له لوري ضرر ونه رسېږي. ټولو اسلامي هېوادونو او مسلمانانو ته وايو چې زموږ مبارزه يوازې له امريکا سره ده.))

 نوموړی القاعده او داعش وروڼه ګڼي، خو وايي چې دغو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

ملا محمد رسول زياتوي:

((ټول مجاهدين که هغه داعش دي که القاعده زموږ وروڼه دي، په هر هېواد کې چې جګړه کړي ويې دې کړي، موږ اجازه نه ورکوو چې زموږ په هېواد کې جګړه وکړي.))

وسله وال طالبان هغه وخت په دوو برخو ووېشل شول چې د ملا محمد عمر د مړینې رپوټونه تايید شول. د طالبانو د نوې اعلام شوې شورا د سرپرست ملا محمد رسول له پاره، ملا باز محمد عارض، ملا منصور داد الله، ملا شیر محمد اخند او ملا عبدالمنان نیازی د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. په دغه وېډیو کې ملا راز محمد ننګیال د سویل لویدیځي حوزې د قومندان په توګه اعلانېږي. 

Trending

Exit mobile version