سیمه ییز خبرونه
ملا برادر به له پاك-افغان حكومتونو سره خبرې وكړي
د پاكستان له پلازمينې اسلام آباد څخه خپرېدونكې ورځپاڼه امت د كويټې شورا د غړيو په حواله راپور وركړى، چې طالبانو ملا عبدالغني برادر ته ويلي، چې د افغانستان او پاكستان له حكومتونو سره خبرې وكړي.
دغه راز ورځپاڼې په ډاگه كړې، چې ملا برادر ته له امريكا سره د خبرو اجازه نه ده وركړشوې.
د افغانستان د سولي عالي شوراوياند مولوي شهزاده شاهد وايي، دا خبر تر اوسه په رسمي توگه نه دى رارسيدلى او كه دا كار شوي وي، مونږ يي هركلى كوو.
ښاغلى شاهد له طالبانو غواړي، چې د سولې د خبرو لپاره خپل استازى وټاكي، ځكه د افغانستان جگړه پرته له دې، چې د سولې خبرې وشي بله حل لار نه لري.
ښاغلي شاهد د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې د سولې عالي شورا له جوړيدو څخه څو كاله تېر شول؛ خو تر اوسه له وسلوالو سره د سولې په خبرو كې كومه داسې ښكاره لاسته راوړنه نه لرو.
نوموړي په ډاگه كړه، چې د سولې لپاره هڅې ډېر كله د بهرنيانو د موخو قرباني كيږي، چې شورا په دې اړه سخته انديښنه لري.
افغان دولت په كراتو، كراتو له پاكستان غوښتي، چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي، خو پاكستانيو چارواكو تر اوسه دا غوښتنه په ځاى كړې نه ده.
ولسمشر حامد كرزي تېره مياشت په مشورتي لويه جرگه كې د خبرو پر مهال ويلي ول، چې د افغانستان د سولې كلي له امريكا او پاكستان سره ده او كه دا هېوادونه وغواړي افغانستان كې به سوله راشي.