تازه خبرونه
ملا برادر د امسيسي له رییسه د میس عینک پروژې د ودانیزو چارو پیلول وغوښتل
د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر له قراردادي شرکت څخه وغوښتل؛ ژر تر ژره د دې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې حل کړي، چې د پروژې د ځنډ لامل کیږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د میس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس وانګ جیچنګ سره په لیدنه کې دا پروژه د افغانستان له مهمو اقتصادي پروژو څخه وبلله او څرګندوي، چې اسلامي امارت قراردادي شرکت ته د خپلو چارو د پرمختګ لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر له قراردادي شرکت څخه وغوښتل؛ ژر تر ژره د دې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې حل کړي، چې د پروژې د ځنډ لامل کیږي.
په خبرپاڼه کې د جي چینګ د څرګندونو له مخې راغلي، چې هغه د دې پروژې په پرمختګ کې د اسلامي امارت له همکارۍ ستاینه وکړه او وایي؛ د میس عینک پروژې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګ شوی او دوی چمتو دي، چې دا پروژه له کانونو او پټرولیم وزارت سره پر همغږۍ پرمخ بوځي.
