تازه خبرونه
ملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له یو میلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او ۱۴ نورې پروژې له تعدیلاتو سره مخ شوې.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې، چې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ له یو ميلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت د ۱۷ پروژو منظوري ورکړ شوه.
د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له یو میلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او ۱۴ نورې پروژې له تعدیلاتو سره مخ شوې.
په تصویب شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پنجشېر پوهنتون د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي ودانۍ جوړول، د کونړ- نورستان سړک د لومړي او دوهیم پړاو بشپړول، د غزني په ګیرو او بندر فاریاب، د ننګرهار سپین غر ولسوالیو کې د عامه روغتونونو جوړول او همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې د برښنا رسولو او وېش پروژې شاملې دي.
د یادونې ده، چې د دغو پروژو لګښت د افغانستان اسلامي امارت لهخوا ورکول کیږي.