تازه خبرونه
ملا برادر په سروبي ولسوالۍ کې د لمریزې برښنا د تولیدي پرژې پرانسته وکړه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سې شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۸ ) د کابل په سروبي ولسوالۍ کې نغلو بند ته نږدې د لس مګاواته لمریزې برښنا د تولیدي پروژې پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د ریاستالوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي او یوشمېر نوروحکومتي مسوولینو هم حضور درلود.
ملا برادر وايې سلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.
په دغه مراسمو کې د رييس لوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په هېواد کې يو شمېر سترو پروژو ته په نغوته کې ويلي؛ اسلامي امارت عام المنفعه پروژو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې لویې او بنسټیزې پروژې پلي کړي.
ملا برادر وايي؛ اسلامي امارت وپتېیله، چې له ترکمنستان څخه د راتلونکې ۵۰۰ کیلو ولت لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوست شرکت ته ورکړ شوي، چې له دې سره به افغانستان ته د سلګونه میګاواته برښنا د لېږد زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیون دالره سپما شي. نوموړي یوځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ، چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.
نوموړي همداراز د برښنا دغه پروژه د اقتصادي ځانبساينې لپاره د قدمونو اخستلو پيل اود پرديو د احتیاجه د خلاصون هڅه وبلله.
د سروبی ولسوالۍ ځاي خلکو بيا د دغې پروژې د پيل په اړه خوښې وښوده.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور وايي؛ اسلامي امارت دا درک کړې ده، چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برښنا تر ټولو مهمه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې د لس میګاواته لمریزې برښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکتور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیون افغانۍ پانګونه پرې کېږي.
