تازه خبرونه
ملا برادر په پاکستان کې له ټپي طالبانو سره وکتل – رسنۍ
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي، چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر خپلو پلویانو ته ډاډ ورکوي، چې په قطر کې ټولې خبرې د دیني عالمانو او د طالب مشرانو په مشوره ترسره کیږي.
یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې ملا عبدالغني برادر د پاکستان په یوه روغتون کې د افغانستان د جګړې له ټپي شويو طالبانو سره ولیدل.
د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: په هغو خبرو کې، چې مونږ تر سره کوو؛ زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې هڅې او ګاللی زیار به مو ضایع نشي او معامله پرې شونې نده.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پخپل ټویټر یوه ویډیو خپره کړې، چې ښیي؛ ملا برادر په دایکندي ولایت کې د طالبانو د کمیسیون له مشر تور زین الله سره ولیدل؛ خو د ځای ځایګي په اړه یې څه ندي ویل شوي.
د طالبانو د رژیم پخواني څارنوال جلال الدین شینواري ویلي: د طالبانو پلاوی باید له خپلو مشرانو او پوځي شخصیتونو سره سلا مشورو وکړي او د مشورې په پای کې یوې داسې پایلې ته ورسیږي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو د همدغو پایلو او مشورو پر بنسټ پیل شي.
پاکستان ته د طالبانو له سفر او لیدنو تمه دا ده، چې د تاوتریخوالي کمولو شي.
د افغانستان د خلکو د ملي وحدت ګوند مرستیال ظاهر وحدت ویلي: طالبان هم هغو کسانو ته، چې ورسره اړیکې لري؛ خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کوي او کېدی شي ممکن ډېر مذاکرات او مشورې ولري.
د جمهوریت پلاوی، چې دا مهال په کابل کې دی د دوه یم پړاو خبرو په اړه د حکومت د دریځ روښانه کولو په تمه دی.
د خپلمنځي خبرو حکومتي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح ویلي: ټاکل شوې په راروانو ورځو کې مونږ له مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو، په ځانګړي توګه د افغانستان پارلمان او نورو اغېزمنو افغان شخصیتونو سره، چې ورته اړتیا ده؛ سلا مشورې ولرو.
د جمهوریت پلاوي په کابل کې اووه ورځې پر سلا مشورو تېرې کړې؛ د سولې په بهیر کې د سیاسي اجماع نشتوالي او د خبرو دوه یم پړاو خبرو د اجنډا لپاره د ولسمشرۍ د دریځ نشتون د خبرو د ډلې ترټولو لویه ننګونه ده.