تازه خبرونه

ملا عبدالغني برادر د طالبانو خپلمنځي اختلافونه رد کړل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۵, ۱۴۰۰)

 د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه ویډیوي پیغام کې د مشرانو تر منځ د اختلافونو په تړاو خپاره شوي راپورونه د مخالفانو تبلیغ بولي او په دې اړه یې ویلي، چې شفقت او ترحم مو ترمنځ یو اصل پاتې دی.

دغه راز ټایم مجلې د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال یوه اغېزناکه څېره اعلان کړې ده.

د اسلامې امارت د حکومت جوړېدو پر سر د مشرتابه د اختلافونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې دمګړۍ په کندهار کې دی؛ په یوه تازه ویډیویي پیغام کې دا د مشرانو تر منځ د اختلافاتو راپورونه په کلکه رد کړل.

د لومړي وزیر لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: الحمدلله روغ رمټ یم. د رسنیو هغه راپور، چې د اختلافاتو په اړه خپور شوی حقیقت نلري. مونږ په خپل منځ کې له شفقت او ترحمه برخمن یو. ان په یوه کورنۍ کې به هم دغه راز شفقت او ترحم نه وي.

د اسلامي امارت دې چارواکي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ناسته کې د خپل نه حضور په اړه ویلي، چې مخکې ترې خبر نه و.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړې: د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له سفره مخکنۍ خبرتیا نه وه که نه خپل سفر یې له شیخ عبدالرحمن آل ثاني سره د لیدنې لپاره ځنداوه.

دغه راز د اسلامي امارت یوه بل لوړپوړي غړي انس حقاني ویلي، چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د اختلافونو په اړه د مخالفانو تبلیغات د منلو وړ ندي.

انس حقاني ویلي، چې (مخالفان) هڅه کوي د خلکو اذهان مغشوش کړي؛ اندېښنه مکوئ او مونږ پر واک و ځواک د جنګ خلک نه یوو.         

دغه راز ټایم مجلې د اسلامي امارت د لومړي وزیر لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال یو اغېزناک کس یاد کړی دی او اسلامي امارت هم ملا برادر خپل متفکر مغز بولي، چې په تېرو دوه کلونو کې یې له امریکایانو سره د سولې خبرې رهبري کړې.

ویل کیږي، چې ملا عبدالغني معتدل او د نرم خوی لرونکی شخصیت لري او په افغانستان کې د ټولمنلي حکومت د جوړېدو سر لاری هم منل شوی دی.

Trending

Exit mobile version