تازه خبرونه
ملا عبدالغني برادر د نیمروز ولایت د عالمانو شورا له غړیو سره وکتل
ملابرادر هم په دې غونډه کې ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پروژې پيل او د پخوا پر پرتله هېوادوالو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي.
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د نیمروز ولایت د عالمانو شورا له غړیو سره وکتل.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر د نیمروز ولایت د عالمانو شورا له غړیو سره په کتنه کې د دوی ستونزې واورېدې.
په دې کتنه کې، چې د بهرنيو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو چارسمبالو او د برښنا شرکت ریيس برخه لرله. د نيمروز عالمانو شورا غړیو په هېواد کې د ملي امنيت د ټينګښت ستاينه وکړه او وایي، چې د نیمروز خلک د افغانستان له اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي.
دوی د نیمروز مرکز زرنج ښار او لرې پرتو ولسوالیو ته د برښنا رسولو، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي، په زرنج کې د مخابراتي شبکو د پیاوړتیا او لریو پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو د پراختیا، د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو، د سرحدي ستونزې او یو شمېر نور مسایل د اقتصاد وزارت مرستیال ته وړاندې کړل.
ملابرادر هم په دې غونډه کې ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پروژې پيل او د پخوا پر پرتله هېوادوالو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، له څه باندې څلور لسیزو وروسته په هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره شوې؛ خو له پخوا څخه ځینې ستونزې پر میراث راپاتې دي او د دې ټولو ستونزو حل وخت ته اړتیا لري.
هغه له هېوادوالو سره ژمنه وکړه، چې د هېوادوالو لومړیتوبونه به په پام کې نیسي او په تدریجي ډول به یې ټولې ستونزې اوارې شي.
په دې کتنه کې، چې د رییس الوزراء د اقتصادي مرستيال په شتون کې د نيمروز د عالمانو شورا د غړیو لهخوا مطرح شوې؛ د اړوند وزارتونو او رياستونو استازیو ته وسپارل شوې او له هغوى څخه یې وغوښتل، چې د يادو ستونزو د اواري لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
