سیمه ییز خبرونه

ملا عبدالغني برادر د پاكستان تر كلكې څارنې لاندې دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغانستان تل ټينگار درلود، چې كه ملا عبدالغني برادر د پاكستان له زندان څخه خوشې شي؛ نو د سولې له پروسې سره به مرسته وشي. د كابل د فشارونو په پايله كې پاكستان په ښكاره ملا عبدالغني برادر خوشې كړ؛ خو داسې ښكاري، چې اوس هم نوموړى آزاد نه  دى او ټول حركتونه يي د پاكستان تر كلكې څارنې لاندې دي.

د سولې عالي شورا غړى قاضي محمدامين وقاد وايي:

د افغانستان د سولې عالي شورا، چې د سولې د پروسې پر مخ وړونكې ده، تر  اوسه نه ده توانېدلې له ملا برادر سره اړيكه ونيسي.

د طالبانو د جيش المسلمين ډلې پخوانى مشر سيد اكبر آغا وايي:

ملا برادر تر اوسه له طالبانو سره اړيكه نه ده نيولې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي:

كه پاكستان ملا برادر ته بشپړه آزادي ورنه كړي هغه به ونه توانيږي، چې  د سولې له عالي شورا سره د طالبانو د خبرو بهير تنظيم كړي.

د بهرنيو چارو وزير، چې دا مهال امريكا كې دى، له زندانه د ملا برادر خوشې كول د كابل غوښتنو ته د اسلام آباد لومړنى مثبت ځواب بولي.

دى وايي، كوم طالبان، چې پخوا پاكستان خوشې كړي، د افغانستان د غوښتنې له مخې دا كار نه دى شوى او دوى تر اوسه د خوشې شويو طالبانو له برخليك خبر نه دي.

Trending

Exit mobile version