سیمه ییز خبرونه
ملا عبدالغني برادر لاهم په پاكستان كې بشپړه ازادي نلري
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، تر هغې، چې ملا برادر په پاكستان كې بشپړه ازادې ونلري، د سولې په بهير كې اغېزناك رول نه شي لوبولى.
شا او خوا يوه مياشت مخكې د پاكستان له زندانه د طالبانو د رهبر د مرستيال ملا عبدالغني برادر د خوشي كېدو رپوټونه تائيد شول، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي:
ملا عبدالغني برادر لاهم بشپړه ازادي نلري. د بهرنيو چارو وزارت د ملا برادر د بشپړې ازادۍ غوښتنه كوي او زياتوي تر هغې، چې نوموړى بشپړه ازادي ونلري، د سولې له بهير سره مرسته نه شي كولى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي، چې افغان دولت د اړتيا له مخې له پاکستان سره د باوري فضا د رامنځته كولو لپاره خبرو ته دوام وركوي.
ټاكل شوې، چې افغان ولسمشر حامد كرزى د رواني اكتوبر مياشتې په وروستيو كې بريتانيا ته سفر وكړي او هلته د افغانستان، پاكستان او بريتانيا په درې اړخيزه غونډه كې ګډون وكړي.
بريتانيا ته د افغان ولسمشر په مخكني سفر كې افغان، بريتانيايي او پاكستاني چارواكو ډاډ ښكاره كړ، چې په شپږو مياشتو كې به په افغانستان كې سولې ته د رسېدو څرك ولګوي، خو د هغوى د څرګندونو په خلاف جګړه توده شوې او د سولې هڅو اغېزناكه پايله نده وركړې.