تازه خبرونه

ملا منصور دادالله د خپل ورور ملا دادالله په وژنه تورن شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد غږیز پیغام خپور کړی، چې غالباً به په دوه زره اووم کال کې ثبت شوی وي.

په دې غږیز پیغام کې د طالب سرلښکري ملا داد الله په ورور ملا منصور دادالله کلکې نیوکې شوي او هغه یې د خپل ورور ملا دادالله په وژنه تورن کړی دی.

ملا محمدعمر مجاهد په دغه غږیز پیغام کې ویلي، چې ملا منصور دادالله د روانې جگړې د رهبرۍ وړتیا نه لري.

ملا منصور داد الله د ملا داد الله له وژل کیدو وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو، چې بیا وروسته له حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د اړیکو په تور له دندې لیرې کړی شو او منصور داد الله په وردگو کې خپلې هڅې روانې وساتلې. په ۲۰۰۸ کال د پاکستان حکومت ونیوه، چې بیا له څه وخت وروسته خوشې شو.

ملا منصور دادالله د طالبانو د نوي مشر په توگه د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخالفت کړی او په یوه ویډیویي پیغام کې یې ویلي؛ ملا اختر محمد منصور د آی اس آی لخوا ټاکل شوی، چې ده ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.

ملا منصور دادالله دغه راز ویلي، چې آی اس آی ور څخه د افغانستان د سیاسي مشرانو د وژلو غوښتنه او یو لړ نورې داسې غوښتنې کړې وې، چې د افغانستان د گټو خلاف وې؛ نو ځکه یې هغه هېواد پریښود او اوس په افغانستان کې دی.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي تر دې دمه د وردگ او زابل تر منځ سیمو کې د ملا اختر محمد منصور له پلوي طالبانو سره درې ځلي نښته هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version