تازه خبرونه

ملا هبت الله اخند په کندهار کې له طالب مشرانو سره د نظام پر جوړولو خبرې پیل کړي – سرچینې

Published

on

یو شمېر سرچینو تائید کړې، چې ملا هبت الله اخند له تېرو څلور ورځو راپدیخوا د افغانستان په کندهار ولایت کې له طالب مشرانو سره د راتلونکي نظام پر جوړیدو خبرې کوي.

په افغانستان کې د نوي نظام د جوړېدو پر څرنګوالي، نوم او جوړښت یې په کابل او کندهار کې خبرې او مشورې روانې دي او طالبانو هم ویلي، چې په دې اړه به ډېر ژر خپل دریځ په ډاګه کړي.

د افغانستان ژغورنې جبهې مشر سید اکبر آغا ویلي؛ فکر کوم، چې ملا صاحب په کندهار کې دی او له طالب مشرانو سره د یو نظام پر اعلامولو خبرې کوي.         

طالبان په داسې حال کې د یوه ټولمنلي اسلامي او پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو په اړه له نړیوالې ټولنې او سیاسیونو سره خبرې کوي، چې په وروستیو کې د طالبانو د مشرتابه غړي شېر محمد عباس ستانکزي ویلي؛ راتلوونکی نظام د پوهانو دي او د قومیت مسئله په کې مطرح نده.

د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون ویلي: مونږ به له طالبانو سره تعامل وکړو نه د هغه څه پر بنسټ، چې هغوی یې وایي، بلکې پر هغه څه، چې تر سره کولو ته یې ملا تړي. که په کابل کې نوی نظام د ډیپلوماټیک رسمیت پېژندنې غوښتنه لري یا د هغو میلیارډونو ډالرو خلاصول غواړي، چې دا مهال کنګل شوي او دغه راز هغو کسانو ته، چې غواړي له هېواده ووځي؛ د خوندي وتو ډاډ ورکړي.

طالب چارواکي انعام الله سمنګاني ویلي؛ مونږ پر هغه ټولمنلي حکومت همغږي یو، چې ټول افغانان په کې ځانونه وویني.           

د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په مشري افغان سیاسیون له طالبانو سره د راتلوونکي نظام پر جوړېدو او د شل کلنو لاسته راوړنې خونديتوب خبرې کوي؛ خو طالبان د نوي نظام په اړه ځینې غوښتنې لري. لکه دا، چې ښځې کولی شي کار وکړي؛ خو په اسلامي حجاب کې. یا دا، چې رسنۍ کولی شي فعالیت وکړي؛ خو د اسلام په اډانه کې.

د حامد کرزي پلوي شهزاده مسعود ویلي؛ د ټولمنلي حکومت د رامنځته کولو او د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره هڅې روانې دي.

طالبان د ټولمنلي اسلامي نظام د جوړېدو تر څنګ ماموریت لري، چې په پنجشېر کې د مقاومت له دوه یمې جبهې سره هم همغږۍ ته ورسيږي. که څه هم دوه ځله د دواړو لوریو استازیو په چاریکار ښار کې خبرې کړي؛ خو دا خبرې تر دې دمه بې پایلې دي.

د پوځ پخوانی لوی درستیز یاسین ضیا څرګنده کړې: مقاومت کوونکي دمګړۍ په پنجشېر کې دي، اندراب ته راغلي؛ درې ولسوالۍ یې ترې نیولي دي.           

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر طالب مشران له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا افغانستان ته راغلي او د سیاسي مشرانو سره یې د راتلونکي حکومت پر جوړولو او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو خبرې کوي.

Trending

Exit mobile version