تازه خبرونه

ملت د حکومت په اسارت کې نه دی- د حراست او ثبات شورا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حراست او ثبات شورا ویاند د غویي د اتمې یا د مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې نمانځغونډې ته په خبرو کې وویل، چې ملت د حکومت په اسارت کې نه دی.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وایي، ولسمشر جمهوري نظام ته په تېروتنه د شاهي نظام فکر کوي.

د نوموړي په وینا؛ د شاهي نظام اکت هم د اکت کوونکي عمر او هم یې د مدیریت او نظام هغه لنډوي.

دوی د غویي د اتمې یا د مجاهدینو د بریالیتوب د پېنځه ویشتمې کلیزه په نمانغونډه کې؛ ځکه نیوکه کوي، چې په وینا یې مجاهدین څنډې ته ټېل وهل شوي او واک انحصار شوی دی.

د ملي اقتدار ګوند مشر سید علی کاظمي وایي، د مجاهدینو د منزوي کیدو او ماتې یو عامل دا دی، چې ځان ځاني په کې اوج ته ورسیده او دولت جوړونه له ستونزو سره مخ شوه.

پخوانی جهادي قطب الدین مشهد وايي، چې  د رهبرانو تر منځ ځان ځاني او بې اتفاقي د روانې زبربختۍ ستر لامل دی.

په ۱۳۷۱ لمریز هجري کال کې مجاهدین بریالي شول، چې کمونستي رژیم وپرځوي. په لومړیو کې کابل ښاریان خوښ ول، چې د مجاهدینو واکمني ټینګه شوه؛ خو د څو ورځو په تېریدو خپلمنځي جګړو کابل کنډواله او لسګونه زره خلک ووژل.

Trending

Exit mobile version