تازه خبرونه

ملخان کولی شي په افغانستان کې ۱.۲ میلیون ټنه غنم له منځه یوسي – د ماشومانو د ژغورنې ټولنه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې نړیوالې ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ملخانو د افغانستان شمالي ولایتونه اغېزمن کړي. په داسې حال کې، چې دې ټولنې په تېرو دوه میاشتو کې د بودجې د نشتوالي له کبله له افغانستان سره ۸ میلیون ټنه خوراکي مرسته ځنډولې ده. 

دې ټولنې وړاندویېنه کړې، چې په راتلونکیو پېنځه میاشتو کې به د ۳.۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۱۵.۳ میلیون کسان د لوږې له ناورین سره مخ شي.

په راپور کې راغلي، چې د مراکش ملخانو د افغانستان ۸ ولایتونه اغېزمن کړي او د ۴۸۰ میلیون دالرو پر لګښت ۱.۲ میلیون ټنه غنم، چې د هېواد د کلنيو حاصلاتو څلورمه برخه جوړوي؛ د له منځه وړلو وړتیا لري.

دې ټولنې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې مرستندویه موسسې ۲.۲ میلیارد دالرو ته اړتیا لري، چې له زیانمنو خلکو په ځانګړي توګه له ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې بشري مرستې زیاتې کړي او د افغانستان له خلکو سره پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.

دې ټولنې درېيمه پرله‌پسې وچکالي، د لسيزو جګړو ويجاړي د نړيوالې ټولنې لخوا د پرمختيايي پروژو ځنډېدل او پر افغانستان بنديزونه د وضعيت د خرابېدو لاملونه بولي.

Trending

Exit mobile version