سیمه ییز خبرونه
ملي اردو په شپږ ولايتونو كې د وسله والو پرضد چاڼيز عمليات په مخ وړي
چارواکي وایي، د وسله والو د فعاليتونو د ځپلو په موخه همدا اوس په شپږو ولايتونو کې د ملي اردو چاڼيز عمليات دوام لري.
د ملي اردو مسوولين وايي، چې ملي اردو په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوگر، غزني او وردک ولایتونو کې دمگړۍغوره لاسته راوړنې لرلي.
د ۲۰۳ تندرقول اردوقومندان تورن جنرال محمد شريف يفتلي د افسرانو اوسرتېرو د پوځي وړتياوو د ښې پياوړتيا اوسمبالښت په كاركې د پوځي تاسيساتو شتون اړين وباله.
نوموړيد دغه مطلب د څرگندولو تر څرگند په دې قول اردو كې یو نوى تعليمي ډگر هم پرانيست .
هغه وايي، په دې ډگر كې د سرتېرو خولې په سنگرونو كې د دوى د وينې تويدو مخه نيسي.
دا په داسې حال كې ده، چې د پكتيا يو شمېر اوسيدونكي وايي:
په دې ورستيو كې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا گردېزته په لار له موټرو څخه د خلكو كښته كولو او په ښارونو كې د بمِي چاودنو ډيریدو اندېښمن كړي يو.