بی بی سی پښتو

ملي امنیت: تر اوسه ۹۳۳ طالب بندیان خوشي شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې ۸۳ نور طالب بندیان خوشي کړي چې په دې سره د ټول‌ټال خوشي شویو طالب بندیانو شمېر ۹۳۳ تنو ته رسېږي.

د ملي امنیت شورا پر فېسبوک پاڼه کابو هره ورځ د خوشي شویو طالب بندیانو انځورونه او شمېرې خپرېږي. دغه اداره وايي، تېره ورځ (چارشنبه، غویی ۱۷مه) ۳۱ او وړمه ورځ ۵۲ طالب بندیان له څري پله زندانه خوشي شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، “د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پربنسټ، د سولې بهیر د هڅو او له کرونا وېروس سره د ښې مبارزې په موخه د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ د هغوی روغتیایي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو سره دوام لري.”

وړاندې د ملي امنیت شورا ویاند ویلي وو “پر طالبانو غږ کوو، چې د برمته کړو ولسي او پوځي خلکو د خوشي کولو لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.”

د ملي امنیت شوار وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر طالبانو غږ کوي، چې د حکومت له خوا د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او هغه ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشي کړي.

وړمه ورځ، وسلوالو طالبانو شل تنه زندانیان د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ کې خوشي کړل.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کوي.

طالبانو تر اوسه د حکومت تر ۱۲۰ ډېر بندیان خوشي کړي دي.

Getty Images
په تېره چارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، خلیلزاد د مې پر پنځمه دوحې ته تللی او نوي ډیلي او اسلام اباد ته به هم ولاړ شي.

په ورته وخت کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره د بندیانو د خلاصون په بهیر چټکولو غږېدلی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، په دې خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بحث شوی.

Trending

Exit mobile version