تازه خبرونه

ملي امنیت: د هېواد تر ټولو لوی مجرم رئیس خدایداد ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي امنیت وايي، د هېواد د اوسني تاریخ تر ټولو لوی مجرم رئیس خدایداد يې نیولی دی. د ملي امنیت اداره زیاتوي، نیول شوی مجرم د اختطافګرو د ډلې مشر دی، چې د اختطاف، قتل او وسله والې غلا لسګونه پېښې يې رهبري کړي دي.

د ملي امنیت ویاند حسیب الله صدیقي وايي، د دوی مامورینو داسې لوی مجرم نیولی، چې د افغانستان سر بېره یې په څو نورو هېوادونو کې د اختطافګرو رهبري کوله چې دا سړی خدایداد نومېږي.

د ملي امنیت په خبره د اوسني تاریخ  تر ټولو خطرناک سړی رئیس خدایداد يې له دوو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.

د ملي امنیت د معلوماتو له مخې خدایداد په بېلا بېلو هویتونو په کابل، ننګرهار، خوست، کندوز کې اوسېده، چې جرمي فعالیتونه يې یوازې تر افغانستانه نه محدودېدل.

رئیس خدایداد د ملي امنیت د مامورینو په عملیاتو کې د دوشنبې په شپه د کابل په پنځمه ناحیه کې نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version