سیمه ییز خبرونه
ملي امنیت د ۲۶۲ ترهگرو له نیولو خبر ورکوي
د ملي امنیت عمومي ریاست په تېرو دوه میاشتو کې د ۲۶۲ هغو ترهگرو له نیولو خبر ورکوي، چې غوښتل یې د ټاکنو امنیت گډوډ کړي.
د دي ریاست ویاند لطیف الله مشعل وایې، د وسلوالو طالبانو ۹۰ په سلو کې بریدونه، چې د گاونډ هېوادونو په مرسته پلان شوي ول، هدف ته له رسیدو وړاندې شنډ شوي دي.
د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل سربېره پردې، چې د افغان او پاکستانيو طالبانو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا په اړه خبرې کوي وایي، چې د ټاکنوپه ورځ د وسلوالو جنگیاليو ډېر تمرکز پلازمېنې كابل ته و ، چې له ۵۶ موټر بم چاودنو مو هم مخنیوي کړی دی.
د ملي امنیت عمومې ریاست د جگړه ييز ماموریت ملي کیدل او له طالبانو څخه نه ملاتړ د ټاکنو په ورځو کې د مخالفینو د پلانونو د نه بریالیتوب د لامل په توگه په گوته کوي.
د نوموړي په وینا، د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل راهیسې ۸۰۰ کیلو گرامه چاودیدونکې توکې نیول شوي دي.
د افغانستان د استخباراتې ادارې په وينا، په نیول شویو کسانو کې پاکستانې طالبان هم شته.