تازه خبرونه
ملي امنیت په کابل ښار کې له زر کیلو ګرام زیات چاودېدونکي توکي کشف کړي دي
په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو او تاوتریخوالي پېښو زور اخیستی او د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي وایي:
د هلمند د سنګین د ولسوالۍ د جګړې، د پکتیکا د ارګون د ولسوالۍ د چاودنې او د کابل پر نړیوال هوایي ډګر د وروستي برید تر شا حقاني شبکه ښکېله ده، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې په امر یې عمل کړی دی.
د ارګون د ولسوالۍ په بازار کې شوې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
ملي امنیت همدارنګه وايي، دا چاودنه د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې پلان شوې وه او د چاودېدونکو توکو د لېږد موټر د کیان او ځدران ولسوالیو له لارې پکتیا ته راغلی وو، چې وروسته د ارګون په ولسوالې کې چاودنه ورکړل شوه.
په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست زیاتوي، داسې مواد یې کشف او نیولي، چې تر اوسه د افغانستان په جګړو کې ترې استفاده نه ده شوې.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په اړه بل نظر لري.
د افغانستان د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي همداراز وایي، دا عملیات رښتیني او ګټور نه وو، بلکې سیمه کې یې ناامنیو ته لمن وهلې ده.
د ملي امنیت ریاست زیاتوي، په وروستۍ میاشت کې له درې سوو زیات کسان په بېلابېلو تورونو نیول شوي، او په همدې میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د ۲۵ ځانمرګو بریدونو مخنیوی شوی او یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوې دي.