تازه خبرونه

ملي او خپلواکه اردو د جوړېدو په حال کې ده – د ملي دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارسمبالی ملا محمد یعقوب مجاهد په یوه غږیز پیغام کې څرګنده کړې؛ هڅه کوو داسې ملي او خپلواکه اردو جوړه کړو، چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم ساتنه وکړي.

د افغانستان پخوانۍ ملي اردو، چې په شاوخوا پېنځلس کلونو کې یې شمېر دوه سوه زره ته رسیدلی و؛ داسې وپاشل شوه، چې نه یوازې افغانان، بلکې نړیوال یې هم حیران کړل.

د افغانستان اسلامي امارت د بنسټوال ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا محمد یعقوب مجاهد د ملي دفاع وزارت د چارسمبالي دنده لري.

نوموړي ویلي، چې د نوې ملي او خپلواکې اردو پر جوړولو یې کار پیل کړی دی.

د اسلامي امارت تر ټولو ستر پوځي چارواکي د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ګواښ ورته نه پيښیږي.

د نوې ملي او خپلواکې اردو د تمویل د سرچینو او په کې د پخوانيو پوځیانو د شاملولو او نه شاملولو په اړه په دې غږیز پیغام کې څه ویل شوي ندي. 

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ مونږ نیت لرو، چې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې ملي او خپلواکه اردو جوړه کړو، چې پر پوره لیوالتیا او ملي روحیې له دې هېواد ساتنه وکړي. مونږ هڅه کوو د اسلامي امارت ملي اردو پر بېلابېلو عصري وسلو سمباله کړو. داسې ملي اردو، چې له ځمکني او هوایي وړتیاوو برخمنه وي.

دې لوړپوړي افغان پوځي چارواکي په خپل غږیز پیغام کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به هیڅ زیان ورته پېښ نشي.

له افغانستان څخه د نړۍ هېوادونو ته د ګواښ نه پېښيدو په اړه اسلامي امارت له نړۍ سره ژمنه کړې؛ خو داسې بریښي، چې ځينې هېوادونه پدې ژمنه باوري ندي.

پوځي کارپوه  محمد سرور نیازي په دې اړه خپل اند داسې وړاندې کړې: د نړۍ هېوادونه پوهیږي، دا اردو له نړیوالې مرستې پرته چمتو کېدی نشي. باید نړۍ له افغانستان او خلکو سره په دې اړه مرسته وکړي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د نوې ملي اردو د تمویل د سرچینو او دا، چې پخواني پوځيان به په دې اردو کې ځای ولري که نه؟ څه نه دي ویلي؛ خو د اسلامي امارت ځينو غړیو ویلي، چې په نوې ملي اردو کې به د پوځ پخوانیو صادقو بچو ته هم ځای ورکړ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي؛ مونږ هغو کسانو ته، چې په تېر امنیتي بنسټ کې ول؛ هم کاري زمینې په پام کې نیولي دي.

په تېرو شل کلونو کې د افغانستان د ملي اردو پر جوړولو نړیوالو میلیارډونه ډالر ولګول؛ خو د پخواني حکومت له پرځيدو سره دا اردو وپاشل شوه او غړي یې اوس په دندو کې نشته او نه هم  اسلامي امارت د پخوانۍ اردو د غړیو د بیا جذبولو لپاره کومه کړنلار وړاندې کړې ده.

Trending

Exit mobile version