Connect with us

تازه خبرونه

ملي تدارکاتو کمیسیون ۱۱ پروژې منظورې کړې

دې غوندې ته ټولې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي.

خپور شوی

د

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ نن) سې‌شنبه د لیندۍ یوولسمه ) د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې د څه باندې یو میلیارډ او ۵۳۸ میلیون افغانیو پر ارزښت ۱۱ پروژې منظورې شوې او ۱۵ نورې پروژې له یولړ تعدیلونو سره مخ شوې.

دې غوندې ته ټولې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي.

په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د یوې پروژې قرارداد فسخه، یوه اعاده او د دوه پروژو په اړه ټاکل شویو کمیټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پروژې هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

 په منظور شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د یتیم‌تېپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې رغونه، د کابل نړیوال هوایي ډګر د ساتنې او څارنې تړونونو ورکړه، د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومټره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پېرودل، د افغان تور امارتي شرکت د اړتیا وړ موټرو پېرودل، له قرباغ او مقر څخه ترشاه جوی پورې د سب سټیشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ودانیزو توکو، نصب او مونټاژ او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او تیسټ د ورکړې قراردادونه شامل دي.

ویل کیږي، چې دغه منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډې‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډې‌کارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

Published

on

 

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»

نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.

پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!