تازه خبرونه
ملي دفاع وزارت د اووه دېرش وسلوالو له وژلو خبر ورکړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ملي دفاع وزارت د هېواد په بیلابېلو سیمو کې د ملي اردو په عملیاتو کې د اووه دېرشو وسلوالو له وژلو خبر ورکړ.
د وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د ننگرهار، بادغیس، فراه، کندهار، روزگان، غزني او پکتیا ولایتونوپه اړوند سیمو کې تر سره شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې په دې لړ کې اووه دېرش نور وسلوال ټپیان شوي او دوه نور ژوندي ونیول شول. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو پر بریدونو او واټ غاړو چاودنو کې د ملي اردو اته تنه منسوبین هم وژل شوي دي.