تازه خبرونه

ملي دفاع وزارت: د سيمې هېوادونه د افغانستان جګړه توده ساتي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د جګړي او ناامنیو لامل په سیمه کې د ځینو هېوادونو تر ستراتیژیو پورېتړاو لري.

د دوی په وينا دې هېوادونود خپلو مافیایي او استخباراتي موخو له پاره په افغانستان کې د جګړې اور تود ساتلی دی. د ملي دفاع وزارت چارواکو دا څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د سولې او امنیت له پاره جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوال وایي، تر هغو پورې چې دښمن په ګوندو نه کړو او باداران يې دې ته چمتو کړو چې دوی سولې ته چمتو کړي.

په افغانستان کې د امنیتی ستونزو او د سولې لارو چارو په موخه په کابل کې د کابل د سراسري شورا او د دولتي چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.

 د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل چې که څه هم افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو او ترهګرو پر وړاندی ۱۵عملیات پيل کړي او په بېلا بېلو برخو کې یې دښمن ته سخته ماته ورکړې. هغه زياتوي چېد روانو جګړو او ناامنیو تر شا د سیمې هېوادونه لاس لري.

د ملی دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي: “له بده مرغه چې تر اوسه بریالي شوي نه یو ځکه هغه تګلارې چې د سیمې هېوادونه يې د خپلو استخباراتي او مافیایي موخو له پاره لري افغانستان يې په جهنم بدل کړی دی.”

همداراز د کابل د سراسري شورا رییس بیا د سولې په اړه د حل لارو ټینګار وکړ او له دولت غوا ړي چې نه باید سوله په عذر او زاريو وغواړي بلکې باید چې د دښمن پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

 د کابل د سراسري شورا رییس سید مخدوم رهین وايي:”سوله په زاریونه راځي باید چې دښمن به ګونډو شي سوله که په خیرات وغوښتل شي نو دښمن لا وحشي او ګستاخ کېږی او بل داچې باید د دښمنانو بادارن د سولې خبرو اترو ته چمتو شي.”

بل خوا ویل کېږي چې د سولې د څلور اړخیزې غونډې په پنځم پړاو کې طالبان هم ګډون کوي افغان حکومت که څه هم چې د پاکستان پر صداقت شک لري خو وايي چې د سولي په خبرو کې د طالبانو د ګډون په اړه په احتیاط سره خوشبین دی، خو هیله لري چې پاکستان خپله ژمنه عملي کړي او طالبان خبرو ته کېنوي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

 

Trending

Exit mobile version