مهم خبرونه

ملي دفاع وزارت: شپني عمليات ګټور دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت وايي چې شپنۍ چاپېاو عملیات د دښمن د ځپلو له پاره ډېر ګټور تمام شوي دي.

دوی وايي چې په دغو عملیاتو کې خلک د وسله والو مخالفینو پټنځایونه په نښه کېږي او خلک له افغان ځواکونو سره همکاري کوي. د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې وسله والو طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې ده او اوس کوښښ کوي چې تبلیغاتي جګړه په مخ یوسي.

افغان امنیتي مسولین وايي چې په تېرو پنځوسو ورځو کې یې د وسله والو طالبانو مهم قوماندانان نیولي او یايې هم وژلي دي. دوی وايي چې وسله والو طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې ده او وسله وال طالبان په چادریو کې د تېښتې لارې لټوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي وايي: “د عمري يا چادري عملياتو ماته خوړلې، طالبان د تېښتې په حال کې دي.”

د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې شپنيو عملیاتو او چاپو د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې مهم رول لوبولی دی. د ملي دفاع وزارت وايي چې زیاتره دغه ډول عملیات د سیمې د خلکو په مرسته کېږي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيری وايي: “موږ هره شپه تر پنځو شپنيو عملياتو پورې ترسره کوو، دغه عمليات د خلکو له همکارۍ پرته ناشوني دي، خلک زموږ ځواکونو ته خبر ورکوي او موږ کولای شو، وېره اچوونکي ونيسو، دښمن نور خپل مورال له لاسه ورکړی دی.”

د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې په تېرو پنځوسو ورځو کې يې د جنايي جرمونو په تور ۵۵۰ کسان نیولي دي.

وسله والو طالبانو او افغان دولت د پسرلي په پیل کېدو سره د یو بل په وړاندې په ځانګړو نومونو عملیات پیل کړل. وسله والو طالبانو د عمري عملیاتو په پیلولو سره خپلو وسله والو او ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړ، خو افغان حکومت بیا وايي چې د دوی د شفق عملیاتو د دښمن مورال کمزوری کړی دی او په جګړه کې یې ماتې خوړلې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له خلکو سره د جنایت په جرم شپږ وسله وال طالبان په داروځړول.

Trending

Exit mobile version