سیمه ییز خبرونه
ملي شورا دې د ټاكنو قوانين په بشپړ پام تصويب كړي
كه د ټاكنو قانون او د ټاكنو د كميسيون د صلاحيتونو او مسووليتونو قانون له ټاكنو وړاندې نافذ نه شي؛ نو د دغه كميسيون خپلواكي به له پوښتونو سره مخ شي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا د دغه مطلب له څرگندولو سره وايي:
ملي شورا بايد دغه قوانين په پام او دقت سره تصويب كړي.
دغه قانون بايد د روان كال تر وږي مياشتې د ملي شورا له خوا تصويب او د ولسمشر له خوا توشح شي.
ښاغلى جانداد سپين غر وايي:
د ټاكنو او د ټاكنو د كميسيون د صلاحيتونو او دندو قوانين تېركال د ولسي جرگې د ژمي له رخصتيو وروسته د تصويب لپاره دغه بنسټ ته ليږل شوى دى.
مشرانو جرگې او ولسي جرگې له مياشتني بحث وروسته د ټاكنو د كميسيون د دندو او صلاحيتونو قانون تصويب كړ او د توشح لپاره يې حكومت ته وليږه؛ خو حكومت د دغه قانون له يو شمېر مادو سره مخالفت وښود او دغه قانون يې د دوه يم ځل لپاره ملي شورا ته وليږه دمگړۍ دغه دوه قونين په ملي شورا كې پراته دي، چې تصويب شي .
د ولسي جرگې غړى غلام حسن ناصري وايي:
ملي شورا به له يوې مياشتې په كمه موده كې دغه دوه قوانين تصويب كړي
له دې وړاندې د ټاكنو خپلواك كميسيون ويلي ول، چې كه د ټاكنو قانون تصويب نه شي؛ نو په راتلونكيو ټاكنو كې به د ولسمشر د تقنني فرمان له مخې عمل وكړي.