سیمه ییز خبرونه

ملي شورا د اوړي له رخصتۍ وروسته د شنبي په ورځ خپل كار پېل كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرګې د اوړي تر رخصتي وروسته په خپله لومړنۍ غونډه كي په هېواد كي په روانو نا امنيو او د راتلونكو ټاكنو د امنيت په اړه اندېښنه وښوده. ولسي جرګې د كورنيو چارو په وزارت او ملي امنيت كې وروستي بدلونونه ګټور ګڼي او په خپل وخت د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو په كېدلو ټينګار كوي.

د افغانستان ملي شورا له ۴۵ ورځنۍ رخصتۍ وروسته د شنبي په ورځ ( د وږي ۱۶ ) خپل كار پېل كړ.

دولسي جرګي رئيس عبدالرووف ابراهيمي په هېواد كي د نا امنۍ او د ټاكنو د امنيت په اړه د اندېښني په څرګندولو سره وويل:

خلك د سياسي، امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، چې د حل په اړه يې بايد له نورو ارګانونو سره په داسې طرحې كار وشي، چې دا ستونزې حل او ننګونې شنډې شي.

ولسي جرګه د يو شمېر وزارتونو لپاره د نويو نوماندانو ټاكنه پرځاى ګڼي او تمه لري، چې دا كار د ټاكنو د امنيت له ټينګښت سره مرسته وكړي.

د ولسي جرګې غړي دغه رازد يو شمېر كسانو لخوا د امنيتي ستونز له امله د ټاكنو ځنډېدل د اساسي قانون خلاف ګڼي او وايي، چي ټاكنې بايد په خپل وخت تر سره شي.

د ولسي جرګې  يو شمېر غړي د راتلونكو ټاكنو لپاره د كارتونو وېش اړين بولي او وايي، چي په اوسنۍ شمېره د نوم ليكنې مركزونه كافي نه دي او بايد د دې مركزونو شمېر زيات شي تر څو خلك  له خپلو مدني حقونو بي برخي نشي.

ولسي جرګه په پام كي لري، چې د راتلونكې چهار شنبي په ورځ ( د وږي ۲۰ ) د ټاكنو د خپلوا ك كميسيون چارواكي په دې اړه د  شته ستونزو په اړه ولسي جرګي ته ور وغواړي.

Trending

Exit mobile version